افغان ولسمشر له افغانستانه د بریتانوي ځواکونو د وتلو د پریکړې هرکلۍ وکړ

ولسمشر حامد کرزي له افغانستانه د بریتانوي ځواکونو د وتلو د پریکړې هرکلۍ وکړ.

د جمهوري ریاست د رسنیو دفتر وویل، چې افغان ولسمشر د بریتانیي د حکومت دا پریکړه یو پر وخت اقدام بللې دې.

د جمهوري ریاست د رسنیو د دفتر په وینا افغان ځواکونه اوس دا وړتیا لري چې د هیواد امنیتي چاري په غاړه واخلي.

د بریتانیا صدر اعظم ډیویډ کامرون پرون اعلان وکړ، چې د ۲۰۱۳ کال تر پایه به د بریتانیا پينځه زره سرتیري له افغانستانه ووځي.