په بنغازي کې د امریکا د قونسلګرۍ په اړه د خپاره شوي راپور په پایله کې ایریک باسویل استعفا کړې

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت تایید کړه، چې د لیبیا په بنغازي کې د امریکا پر قونسلګرۍ د تیرې سپټمبر میاشتې د حملې په اړه د خپاره شوي راپورله امله د دې وزارت د ډیپلوماتیکې برخې د امنیت مشر استعفا کړې او درې نورچارواکي له خپلو دندو لیرې شوي دي.

د وسله والو له خوا په دې حمله کې په لیبیا کې د امریکا سفیر او درې نورامریکایان ووژل شول.

د بهرنیو چارو وزارت پرون په یوه بیان کې وویل چې د ډیپلوماتیکونمایندګیو په امنیتي چاروکې د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال ایریک باسویل استعفا کړې او درې نورچارواکي چې نومونه یې ندي اخیستل شوي، اداري رخصت شوي.

دغه اقدام د هغه څیړنیز راپور د خپریدو وروسته شوی چې په کې د ناسمې ادارې په خاطر د بهرنیو چارو وزارت ګرم بلل شوی او ویل شوي، چې د امریکا د ډ یپلوماتیکې نمایندګۍ امنیت سم نه وټینګ.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیرې هیلري کلینتن دغه راپوراو شوې سپارښتنې یې منلي دي.