د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین وایي، له افغانستانه د ناتو ځواکونو په وتلو سره به ستونزې نورې هم زیاتې شي.
پوتین په مسکو کې د بیله روس له ولسمشرالکساندر لوکه شینکه او د قزاقستان له ولسمشر نورسلطان نظرباییف سره له غونډې وروسته وویل، چې موږ ټول باید پردې مسلې فکر وکړو.
د ګډ امنیت د تړون سازمان په سرمشریزه کې پردې مسلې چې له افغانستانه په ۲۰۱۴ کال کې د ناتو ځواکونو وتل به څه نتایج له ځان سره ولري، خبرې وشوې.
پوتین یو ځل بیا په دې ټینګار وکړ، چې دغه سازمان د ایوراسیا د امنیت لپاره یو کلیدی عنصردی.
هغه یادونه وکړه، چې د دې سازمان غړیو هېوادونو ته له افغانستانه د مخدره موادو قاچاق یو جدي ګواښ دی.
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګې لاورف مخکې هیله څرګنده کړې وه، چې ناتو او د ګډ امینت د تړون سازمان په ګډې همکارۍ کولای شي چې له افغانستانه د مخدره موادو د قاچاق مخه ونیسي.
هغه همداراز ویلی وچې موږ باید بیا اجازه ورنکړو چې افغانستان بیا د نړیوال تروریزم پراډې او د مخدره موادو پرلابراطوار بدل شي.