د ترکيې د بهرنيو چارو وزير داوود احمد اوغلو د ترکيې خاورې ته د توغندي ضد پيتريات سيستم د لېږدولو په اړه د ايراني چارواکو تورونه رد کړل.
پرون داوود اوغلو پر ايران ږغ وکړ چې له سوريې سره د ترکيې په پوله کې د پيتريات توغنديو پر نصب کېدو انتقاد ونه کړي.
ده همداراز وويل چې ايران بايد د دې پرځاي د سوريې رژيم ته څرګند پيغام ولېږي او له خپل قدرته په استفادې په سوريې کې د بې عدالتۍ مخه ونيسي.
د ايران د پوځ مشر او د بهرنيو چارو مرستيال وزير ويلي وو چې ترکيې ته د پتريات توغنديو لېږل ممکن د نړيوالې جګړې سبب شي او د سيمې امنيت له خطر سره مخامخ کړي.
له بلې خوا د روسيې دفاع وزارت سوريې ته نورې جنګي بېړۍ لېږي او د د دغه هيواد د هوايي ځواک قومندان ويلي چې ځواکونه يې د ضرورت په وخت له سوريې څخه د روسي اتباعو ايستلو ته تيار دي.