لاوروف: د امريکايانو له لوري د اولاد په توګه د روسي ماشومانو پر منلو بنديز ناسم کار دی

د روسيې د بهرنيو چارو وزير سرګي لاوروف وايي، چې د امريکايانو له لوري د اولاد په توګه د روسي ماشومانو پر منلو بنديز ناسم کار دی.

لاوروف دا څرګندونې پرون داسې مهال وکړې، چې د دغه هېواد د پارلمان ولسي جرګې پتېيلې ده، چې نن/ چهارشنبې/ پر دې موضوع دوهمه غونډه جوړه کړي.

د روسيې په ولسي جرګه کې د امريکايانو له لوري د اولاد په حيث د روسي ماشومانو پر منلو د بنديز لايحه وروسته له دې بحث ته وړاندې شوه چې د امريکا ولسمشر بارک اوباما تېره اوونۍ يوه لايحه توشيح کړه. دا لايحه پر هغو روسانو بنديز لګوي چې ادعا کېږي د بشري حقونو سرغړونه يې کړې ده.