په پاکستان کې د پولیو د واکسین ۵ تنه کارکوونکي وژل شوي

Your browser doesn’t support HTML5

د پاکستان په سند ایالات کې د ماشومانو د ګوزڼ یا پولیو د واکسین پنځه تنه کارکونکي د وسله والو له خوا وژل شوي او دا کمپاین بند شوی دی. د کراچې ښار د پولیسو مامور "امان الله مروا" مشال راډیو ته وویل؛ نا پېژندل شویو وسله والو نن د کراچۍ په "ګلشن بنېر" سيمه کې د واکسین درې تنه ښځینه رضاکارانې ووژلي. پولیسو دغه راز ویلي، یوه بله ښځینه روغتیایي کارکوونکې کراچۍ ته نږدې په "اورنګي" ښارګوټي کې وژل شوې او یو نارینه کارکوونکی ټپي شوی دی. د ملګرو ملتونو سازمان وایي، د پولیو د کمپاین څلرمه ښځینه کارکوونکې هم په کراچۍ کې د دوشنبې په ورځ وژل شوې وه. له پیښور څخه په راپورونو کې ویل شوي؛ چې نن د سې شنبې په ورځ د پولیو د کمپاین یوه ښځینه کارکونکې په پېښور کې په ډزو وژل شوې ده. د سند ایالت د روغتیا رییس "ساغر احمد" وایي، نن د ماشومانو د ګوزڼ یا پولیو د درې ورځني کمپاین دوهمه ورځ ده او د دغو وژنو له امله یې کمپاین بند کړی دی.