صنعتکاران: که زموږ غوښتنې ونه منل شي، خپلې پانګې به وباسو

د کابل په صنعتي پارکونو کې پانګه وال او صنعتکاران خبرداری ورکوي که چیرې له دې سیمې نه پوځي مرکزونه او د ګازو او نفتو شرکتونه ونه لیږدول شي نو دوي به خپل فعالیتونه په ټپه ودروي.

د افغانستان د صنعتکارانو د ټولنې رییس عبدالجبارصافي د سې شنبې په ورځ خبریالانو ته وویل، چې په څرخي پله کې دا سیمه د صنعتي پارکونو لپاره ده نه د بهرنیو ځواکونو د پوځي مرکزونو او د نفتي موادو د زیرمې لپاره.

ده څرګنده کړه، چې پر کانټرک امریکایۍ کمپنۍ د دوشنبې ورځې په ځان وژونکې حملې کې د امید بهار د جوسو شخصي شرکت ته لس اعشاریه دوه میلیونه ډالره زیان رسیدلی دی.

ده له ولسمشرکرزي او نورو اړوندو حکومتي ادارو غوښتنه وکړه، چې د دوي ستونزو ته جدي پاملرنه وکړي که نه نو د ده په خبره ډیر شمیرتولیدي شرکتونه به بند شي:

"اړونده ادارې دې په صنعتي پارکونو کې دا پوځي مرکزونه چې له خلکو نه یې ځایونه په کرایه نیولي باید وتړي.

که چیرې دا کار ونکړي نو مونږ به د افغانستان په کچه چې کوم کنفرانس لرو پریکړه به وکړو چې لس کاله کیږي زمونږ حقوق ضایع شوي.

ولسمشرکرزي او نورو چارواکو په دې برخه کې ژمنې کړي که چیرې دوی یې عملي کوي همدا یې ځای دی را دې شي دا ګز او دا میدان".

د امید بهار شرکت د څرخي پله په صنعتي پارکونو کې د کانټرک په نوم امریکایۍ کمپنۍ ته مخامخ فعالیت لري او د فروټ پلس په نوم د میوو ډول ډول جوس تولیدوي.

د دې شرکت مسوول حاجي مصطفی خبریالانوته وویل چې ده دیرش ملیونه ډالره په دې شرکت کې پانګه اچولې او په کانټرک کمپنۍ حمله کې د ده شرکت ته دروند زیان ور اوښتی دی.

دغه راز کابو څلور میاشتې مخکې په پکتیا کوټ سیمه کې د ګازو په یوه زیرمه کې په اور لګیدنه کې هم ویل کیږي چې یوشمیر خصوصي تولیدي شرکتونو ته کابو پنځلس ملیونه ډالره زیان ور رسیدلی وو.

په عین حال کې د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو د خونې مرستیال خانجان الکوزی وایی که چیرې افغان حکومت د افغان پانګه والو او سوداګرو امنیتی او نورو ستونزو ته چټکه رسیدګي ونکړي نو ښایی چې ډیر شمیر افغان پانګه وال له دې هیواد څخه خپله پانګه په شاه کړي:

" پانګه هغومره زغم لري چې توان یې وي،کله چې دوی تښتول کیږي،وژل کیږي او یا پانګه یې له مینځه ځي او لازم ملاتړ یې نکیږي نو هرو مرو دا خطرشته چې هغه خپله پانګه وباسي".

په افغانستان کې له پانګې اچوونې څخه د ملاتړ اداره یا آیسا هم د کابل په صنعتي پارکونو کې د افغان پانګه والو دا ستونزه تاییدوي او وایی چې بیلا بیلو وزارتونو او اړوندو ادارو د دوی له غوښتنې سره سره دغه ستونزې نه دي حل کړي.

د آیسا رییس وافي الله افتخار څرګنده کړه چې هڅه به وشي ترڅو د امید بهارد جوسو د تولید شرکت د لسو کلونو لپاره له مالیې څخه معاف او د افغان حکومت له لوري نورې مرستې هم ورسره وشي.

خو افغان پانګه وال په اساسي ډول د خپلو ستونزو حل غواړي او ټینګار کوي چې له دې وروسته دا ډول زیانونه نشي زغملی.