افغان ولسمشر: حکومت مو له هر هغې ناستې ملاتړ کوي، چې د سولې په هدف جوړیږي

افغان ولسمشر حامد کرزی وایي، چې حکومت یي له هر هغې ناستې ملاتړ کوي، چې د سولې په هدف جوړیږي.

ښاغلي کرزي، چې نن یي د جرمني له لسمشر سره په یوه ګډه خبري غونډه کې خبرې کولې وویل، چې دوي د سولې غوښتونکي دي.

د جرمني ولسمشر یو واخیم ګوګ هم په خپلو خبرو کې وویل، چې له ولسمشر کرزي سره یي په لیدنه کې د افغان سولې په بهیر خبرې کړي.

ښاغلي کرزي دا ټینګار په داسې حال کې کړې، چې تر دې مخکې د ملي امنیت شورا په خپله وروستۍ غونډه کې په قطر کې طالبانو ته د دفتر د پرانیستلو په اړه له دوحې سره د یوې موافقې پر سر د خبرو سپارښتنه وکړه.