په ننګرهار کې د یوه فلمي ستوري مړی موندل شوی دی

د ننګرهار په بهسود ولسوالۍ کې د یوه فلمي اداکار مړی موندل شوی.

د بهسود ولسوال نعمت الله ازادۍ راډيو ته ویلي، چې د دوی امنيتي کسانو د دې ولسوالۍ د یوولسمې ویالې په ساحه کې د ننګرهار سینمايي لوبغاړي "ظاهر ارماني" مړی موندلی دی.

نوموړی وايي، چې د ارماني د وژنې ځای روښانه نه دی؛ خو یوازې په یاده سیمه کې د دغه فلمي اداکار مړی یې په بوجۍ کې مومندلی دی، چې ویل کیږي، په چاقوانو وژل شوی وي.

د ولسوال په خبره د دې پيښې په اړه د دوی پلټنې روانې دي.

ظاهر ارماني د ننګرهار د سینما یو تکړه لوبغاړی و؛ چې په دې ولایت کې په ګڼو سینمايي فلمونو کې د اداکار او ډایریکټر په توګه دنده ترسره کړې ده.