د جرمني ولسمشر افغانستان ته راورسید

د جرمني ولسمشر پرون افغانستان ته ورسید، څو د کریسمس په مناسبت په دې هیواد کې له خپلو میشتو سرتیرو او مرستندویه کارکونکو سره وویني.

یو واخیم ګوګ په مزار شریف کې خپلو او نورو بهرنیو سرتیرو ته په وینا کې ویلي؛ تاسو په افغانستان کې یاست څو هغه کسان پیاوړي او په واک کې کړې، چې غواړي ډیموکراسي، ازادي او شفافیت رامنځته کړي.

نوموړي ویلي، هغه غواړي د خپل هیواد خلکو ته د جګړه ځپلي افغانستان د حالاتو ریښتینۍ تصویر وړاندې کړي.

د جرمني د ولسمشر په وینا د دوی په هیواد کې خلک یوازې په افغانستان کې د سرتیرو د مرګ ژوبلې خبرونه اوري نه د شوو پرمختګونو.