د کاپیسا د مدنې ټولنې غړي او یو شمیر اوسیدونکي وايي؛ په دې ولایت کې د انیسې په نامه د یوې ځوانې محصلې د وژل کېدو پیښې د ټولنیزو چارو د ښځینه کارکونکو او فعالانو روحیه کمزورې کړې ده.
په کاپیسا کې مدڼي ټولنې وايي، که حکومت د دوی او د ښځینه فعالانو د خوندیتوب او ستونزو د حل لپاره اقدام ونه کړي نو ښايي وضیعت به نور هم پسې خراب شي.
خو د کاپیسا والي محراب الدین صافي ازادۍ راډیو سره په خبرو کې وویل؛ چې دوی د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي او دغه شان نورو پیښو د مخنیوي لپاره لازم تدابیر نیولي دي.
په کاپیسا کې په دې وروستیو کې د وژل شوې ځوانې محصلې انیسې په شمول پریو شمېر ښځینه فعالانو او ښونځیو بریدونو د دې ولایت د خلکو لپاره اندیښنې پیدا کړي دي.