پولیس وایي، وسله والو د پاکستان په جنوب ختیځ د بلوچستان ایالت په مرکز کوټه کې د ولایت د عامه اړیکو د دفتر مشر او د پولیسو دوه افسران ووژل.
حمله کونکو خادم حسین نوري کله چې هغه خپل موټر په پارک کې دراوه په ډزو وواژه. دغه ۵۶ کلن چارواکی شیعه مسلمان و.
چارواکو وویل، پر موټر سایکل سپرو وسله والو کسانو د پیښې له ځایه د تیښتې په حال کې دوه پولیس په ډزو ووژل او دریم یې ټپي کړ.
تر اوسه چا د دې پیښې مسولیت په غاړه نه دی اخیستی.
سیمه په تیر کال کې د فرقه یي شخړو صحنه وه. سوني افراطیانو شیعه ګان د بریدونو هدف ګرځولي دي.