د کابل ښار په نهمه ناحیه کې د یو موټر بم چاودنې نن له غرمې مخکې لسګونه کسان ټپیان کړل.
دا پيښه د کابل-جلال اباد لویي سړک د کنټرک په نامه د یوه بهرني شرکت مخې ته شوې.
د کابل امنیه قومندانۍ ویاند داود امین وایي، چې په دې پیښه کې شاوخوا دیارلس تنه ټپیان شوي دي:
"د کنټرکټ په نامه یو بهرنی ساختماني شرکت و. د دې شرکت دباندې یوه موټر بم چاودنه شوی، چې په کې دیارلس – څوارلس تنه ټپیان شوي دی.
زموږ تحقیقاتي ټیم اوس په څیړنو بوخت دی."
د بریالي په نامه د دې شرکت یو تن امنیتي مسئول خبریالانو ته وویل، چې په دې حمله کې د یاد شرکت امریکایې مشر چوپا هم ټپي شوی دی.
په همدې حال کې عیني شاهدان وایې، په دې پيښه کې شاوخوا پنځوس کسان ټپیان شوي دي.
د دې حملې مسئولیت طالبانو په غاړه اخیستې او ویلي، چې په لسګونو افغان او بهرنیو سرتیرو ته یی مرګ ژوبله اړولې، خو د کابل امنیتي چارواکي دا نه مني.
په دې اړه جزیات وروسته.