د ملګرو ملتونو سرمنشي بانکي مون په سوريه کې په وروستيو ورځو کې په ”ډراماتيکه توګه د تاوتريخوالي پر زياتېدو” اندېښنه څرګنده کړه.
بان په يوه ليکلي بيان کې ويلي، چې حُمص ته څېرمه له عقرب کلي په ډله ييزه توګه د ملکيانو د وژنې او پر ځينو سيمو د اوږده واټن ويشتونکو توغنديو د توغولو راپورونه ورکړل شوي دي.
په بيان کې راغلي، په دمشق کې د کډوالو پر يوه کمپ هوايي بمباري چې د ګڼو فلسطينيانو د وژنې سبب هم شوه، د ژورې اندېښنې وړ ده.
د بانکي مون په بيان کې [د سوريې] دولتي ځواکونو او ياغيانو ته خبردارى ورکړل شوى، چې د ملکيانو په نښه کول جنګي جنايت دى.
دا په داسې حال کې ده چې د سوريې مرستيال ولسمشر فاروق الشرع له يوې لبنانۍ ورځپاڼې سره په مرکه کې ويلي، داسې نه ښکاري چې د ولسمشر بشارالاسد ځواکونه يا هم مخالف جنيګالي د کورنۍ جګړې د ګټلو توان ولري.