ننګرهار: په چپرهار کې ټولې وژل شوې نجونې د ښوونځي زده کوونکې وې

نن سهار شاوخوا اته بجې د چپرهار ولسوالۍ د دولت زیو په سیمه کې هغه مهال دولس تنه وړې نجونې؛ چې عمرونه يې له نهو نه تر دیارلسو پورې وو؛ د ماين د چاودنې ښکار شوې، چې غوښتل يې، خپلو کورنو ته د سون توکي راټول کړي.

د والي ویاند احمدضیا عبدالزي ازادۍ راډیو ته وویل؛ چې په دې چاودنه کې لس تنه نجونې وژل شوي او دوه تنه نورې سختې ټپیانې دي.

"سهار مهال دولس تنه نجونې، چې غوښتل خپلو کورنو ته خس او خشاک راټول کړي، ماین پرې الوتی، په پایله کې لس تنه نجونې په شهادت رسیدلې او دوه نورې ټپي نجونې د درملنې لاندې دي."

بل خوا د چپرهار ولسوال حاجي محمد صدیق وايي؛ چې وژل شوې او ټپي شوې نجونې ټولې د ښوونځي زده کوونکې وې او نن د ښوونځي پرځای د خس او خشاکو د ټولولو په موخه له کوره وتلې وې.

"دغه ماین ډیر پخوانی په دې سیمه کې و او په دې پېښه کې ټولې وژل شوې نجونې د ښوونځي زده کوونکې وې."

ولسوال وايي، چې چاودلی ماین اوسنی بلکې پخوانی په یاده سیمه کې پروت و.

خو دا چې دا ماین څنګه پر ماشومو نجونې الوتې دی د ننګرهار د امنيې قومنداني ویاند حضرت حسین مشرقي وال وايي؛ چې په یاده سیمه کې د درب په نامه یو ډول بوټي دي، چې کورني ورڅخه د سوځېدو په برخه کې ګټه اخلي.

نوموړی وايي، دغو ماشومانو غوښتل، چې د تیشې په وسیله یاد بوټي غوڅ کړي، چې په همدې مهال د تیشې څوکه پر ماین لګیدلی او پرې چاودلی دی.

"په یاده سیمه کې، کله چې دغو نجونو دا ماین لیدلی دی، په تیشه يې وهلی، چې په همدې وخت کې پرې چاودلی دغه مرګ ژوبله يې رامنځته کړې ده."

بل خوا د چپرهار ولسوالۍ یو شمېر اوسیدونکي، په یاده پېښه خواشينې ښکاره کوي او په خبره يې، دولت دې د دا ډول ماینونو په راویستلو کې هڅه وکړي؛ چې تل يې عام وګړي قرباني کیږي.

"ادریس: موږ د افغانستان غریب خلک یو، دا چې په خشاکو پسې ووځو دا ډول پيښې رامنځته کیږي؛ اوس نه موږ په ډاډه زړه وتلی شو، ډاریږو او نه زموږ ماشومان له کوره وتلی شي.

خانزاده: په دې موږ ډير خفه یو له دولت نه زموږ دا غوښتنه ده، چې باید دا ډول ماینونه شنډ کړي او سیمې د دې ماینونو نه پاکې کړي."

که څه هم له پخوانه د ماین پاکي موسسه د ماینونو په ویستلو بوخته ده؛ ولې اوس هم ډيرې سیمې شته، چې هلته دغه ډول ماینونه د بې ګناه وګړو ژوند اخلي.

راپور: شاه محمود شینواری ـ جلال اباد

پخواني معلومات:

راپورونه وايي چې د ننګرهار ولايت په چپرهار ولسوالۍ کې د سرګلولې د چاودنې له کبله لس تنه نجونې وژل شوې دي.

د چپرهار ولسوال حاجي محمد صديق وايي نن سهار د دې ولسوالۍ په دولتزيو سيمه کې دوولس تنه وړې نجونې د خسو په راټولولو بوختې وې، چې د سرګلولې چاودنه ورباندې وشوه، په نتيجه کې لس تنه وژل شوي او دوې نورې ټپيانې دي.

ولسوال وايي دغه چاودنه د يوې پخوانۍ سرګلولې له کبله شوې، چې د روسانو له وخت څخه پاتې وه.