یوناما د افغان حکومت او مخالفینو ترمنځ د دویمې غونډې د جوړولو لپاره چمتوالی پیل کړی

یوناما يا د ملګرو ملتونو سياسي دفتر په افغانستان کې د سولې د هڅو د څرنګوالي او د افغان حکومت او وسله والو مخالفینو ترمنځ د دویمې غونډې د جوړولو لپاره چمتووالی پیل کړی دی.

ویل کیږي، دا غونډه به چې ګومان کیږي د حکومت مخالف وسلوال به هم په کې برخه واخلي، د جنورۍ یا فبرورۍ په میاشت کې جوړه شي .

د یوناما يوه ویاند نظیف الله سالارزي ازادۍ راډیو سره خبرو کې ویلي، چې د دې غونډې هدف د افغانانو ترمنځ د افغانستان د راتلونکې سولې په اړه د خبرو اترو د زمینې برابرول دي .

که څه هم ښاغلي سالارزي وویل چې د دویمي جوړېدونکې غونډې ځای او وخت معلوم نه دى، خو د افغانستان د سولې د هڅو یو فعال او سیاسي کارپوه وحید مژده چې د دې غونډې لپاره پر چمتووالو خبر دی ازادۍ راډيو ته ویلي چې ښايي دا غونډه د ترکمنستان په مرکز عشق اباد کې جوړه شي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي دفتر په دې اړه د چمتووالي په لړ کې تیره اوونۍ د بیلا بیلو سیاسي ډلو، مدني ټولنې او نورو بنسټونو استازي په یوه غونډه کې سره راټول کړي وو او له هغوی څخه یې د داسې یوې غونډې د جوړېدو په اړه نظرونه اخیستي دي .

تر اوسه پورې د حکومت مخالفو وسلوالو په دې غونډه د ګډون یا نه ګډون په اړه څه نه دي ویلي.