کیم جونګ اون دا ثابته کړه چې د شمالي کوریا د مشري توان لري

د شمالي کوریا رهبري شورا وايي، د دې هیواد له خوا د لرې واټن ویشتونکي توغندي کامیابه ازموینه د دې ثبوت دی؛ چې د پلار له مړیني یو کال وروسته اوس "کیم جونګ اون" د شمالي کوریا د مشرۍ توان لري.

د شمالي کوریا د پخواني مشر "کیم جونګ ایل" د میړني د لومړنۍ کلیزې په مناسبت نن په جوړو شوو مراسمو کې کیم جونګ اون، سیاسي او پوځي مشرانو او د شمالي کوریا مقاماتو ګډون وکړ.

شمالي کوریا د نړیوالو له مخالفتونو سره سره تیره چهار شنبه فضا ته لرې واټن ویشتونکی توغندی واستوه.

د نړۍ قوتونو ویلي، شمالي کوریا فضا ته د سپوږمکۍ د استولو په پلمه؛ لرې واټن ویشتونکي توغندی ازمیلی دی.