موسی زی: د امنیتي تړون په اړه د دویم دور مذاکرات ګټور وو

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د کابل او واشنګټن ترمنځ د امنیتي تړون په اړه د دویم دور مذاکرات ګټور وبلل.

د دې وزارت ویاند جانان موسی زي نن په یوه خبري غونډه کې وویل؛ چې دا مذاکرات د تیرې جمعې په ورځ په کابل کې وشول.

جانان موسی زي هیله وښودله، چې دواړه لوري وکړای شي یوې داسې موافقې ته ورسیږي؛ چې پکښې د دواړو هیوادونو ګډي کټي خوندي شي.

"موږ هیله من یو په پای کې د یوه داسي سند په اړه موافقې ته ورسیږو؛ چې د افغانستان ملي حاکمیت، قانون ته درناوی اوآزدي تضمین کړي او دغه راز له تروریزم سره د مبارزې، سولې او د افغانستان د ځواني ډیموکراسي څخه د ملاتړ په برخه کې مشترکې ګټې په کې خوندي وي."

ښاغلي موسی زي زیاته کړه، چې که چیرې امریکا د افغانستان ملي حاکمیت ته درناوی وکړي؛ نو دوی به په دې سند کې امریکا ته د قضایې خوندیتوب مساله هم و څیړي.

ټاکل شوې ده، ولسمشر کرزی د راتلونکي کال په لومړیو کې واشنګټن ته سفر وکړي او په دې اړه له ولسمشر اوباما او نورو امریکایي چارواکو سره خبرې وکړي.