د بغلان ولایت په خنجان کې د تیلو ۴ ټانکرونه سوځل شوي دي

د بغلان په خنجان دره کې تیره شپه د تیلو څلور ټانکرونه سوځیدلي دي.

د خنجان ولسوالۍ امنیه قومندان حبیب الله نن خبریالانو ته د دې پيښې علت د موټر چلونکو بې احتیاطي وښودله.

د نوموړي په وینا دا ټانکرونه چې تیره شپه یې اور واخیست د ایساف ځواکونو مربوط وو.

د ښاغلي حبیب الله په وینا، په دې پيښه کې نهو دکانونو هم اور واخیست.

ویل کیږي، چې مخکي تر دې یو شمیر ټانکر چلونکو په قصدي ډول خپل ټانکرونه سوځول تر څو په دې سره له بهرنیو ځواکونو څخه د بیمې پیسې تر لاسه کړي.