ولسمشر کرزي: په هېواد کې باید مجهز لابراتورونه او تشخیص ځایونه جوړ شي

افغان ولسمشر حامد کرزی وایي، په هیواد کې د روغتیا د کیفیت د ښه کیدو لپاره باید لابراتوارونه او تشخیص ځایونه مجهز شي.

ولسمشر کرزي دغه څرګندونې نن د طبابت د اخلاقو د لوړولو په دوه ورځني ملي کنفرانس کې وکړې:

"دا په دې معنی ده، چې موږ غواړو ژر تر ژره د روغتیایي خدماتو یو ښه بنسټ کیږدو. په خاص ډول د هغه هیوادونو له ژبو سره ځانونه آشنا کړو چې روغتیایي خدمات او طبابت په کې ډیره وده کړې."

د ښاغلي کرزي په وینا په هیواد کې د روغتیایي خدماتو د کیفیت ټيټ والي خلک اړ کړي چې ګاونډیو هیوادنو ته ولاړ شي.

دغه کنفرانس نن په کابل کې د یو شمیر چارواکو په ګډون جوړ شوی وو.

نوي معلومات:

افغان ولسمشر حامد کرزی وایي په هیواد کې د روغتیا د کیفیت د ښه کیدو لپاره باید لابراتوارونه او تشخیص ځایونه مجهز شي.

ولسمشر کرزي دغه څرګندونې نن د طبابت د اخلاقو د لوړولو په ملي کنفرانس کې وکړې.

د نوموړي په وینا په هیواد کې د روغتیایې خدماتو د کیفیت ټيټ والي خلک اړ کړي؛ چې ګاونډیو هیوادنو ته ولاړ شي.

دغه کنفرانس نن په کابل کې د یو شمېر چارواکو په ګډون جوړ شوی وو.