د مسکو پوليسو په لسګونو اعتراض کوونکي او د اپوزيسيون ګڼ مشران نيولي دي.
دغه کسان د امنيتي خدماتو د فډرالي ادارې تر مرکزونو دباندې په يوه ميدان کې د يوه غير مجاز لاريون د خپرولو پر مهال نيول شوي دي.
پوليس وايي، په مجموع کې ٤٠ کسان په مسکو او ٢٦ تنه په سن پټرزبرګ کې نيول شوي دي.
په نيول شويو کې د اپوزيسيون مشرانو سرګي اودالتڅوف، الکسي ناوالنې، ايليا ياشين او کسينيا سوبچک هم شامل و، خو پرون ناوخته تر نيول کېدو څو ساعته وروسته له کوم تور پرته خوشې شول.
دغه مظاهره د تېر ميلادي کال د ډسمبر مياشتې تر انتخاباتو وروسته د سترو لاريونو د کال د پوره کېدو په مناسبت رابلل شوې وه.
هغه انتخابات د پوتين واکمن ګوند، متحدې روسيې وګټل. نړيوالو څارونکو پر هغو انتخاباتو په پراخه پيمانه انتقادونه کړي او غيرډيموکراتيک يې بللي وو.