وسله والو د پېښور پر هوايي ډګر برید کې ۳۳ تنه مړه او ټپیان کړي دي

تېره شپه د پېښور پر هوايي ډګر سخت دريځو وسله والو درې توغندي ويشتلي دي.

په پېښه کې درې کسان وژل شوي او تر ٣٠ زيات نور ټپيان دي.

د خيبر پښتونخوا ايالت د اطلاعاتو وزير "ميا افتخار حسين" وويل؛ دوو توغنديو د باچا خان په نامه د هوايي ډګر يو دېوال زيانمن کړى دى.

ده وويل درېيم توغندى تر هوايي ډګر دباندې يوې حکومتي ودانۍ ته نژدې لګېدلى دى.

د دفاع وزير "نويد قمر" وويل، اووه - اته تنه سخت دريځو دغه بريد کړى، چې تر راکټي بريد وروسته يې له امنيتي ځواکونو سره په جګړه کې لږ تر لږه څلور کسان وژل شوي دي.

د قمر په خبره د ځانمرګي بريد لپاره يو عيار شوى واسکټ د هوايي ډګر له دېوالونو بهر موندل شوى دى. چارواکي وايي، کوم وسله وال هوايي ډګر ته ننوتلى نه دى.