سره له دې چې ویل کېږي چې سیمه ییزو پولیسو په ځینو سیمو کې د امنیت له ټینګښت سره مرسته کړې خو د دغو ځواکونو له لوري د خلکو د ځورولو راپورونه هم ورکول کېږي.
د افغانستان د کورنیو چارو وزیر مجتبي پتنګ په وروستیو کې ولسي جرګې ته ویلي و چې سیمه ییزو پولیسو د دوی له توقع سره سمه نتیجه نه ده ورکړې.
ده حتي ویلي و چې د محلي پولیسو له پروګرام سره موافق نه دی.
خو په دوهم ساعت کې به زموږ مېلمانه د ولسي جرګې دوه غړي رمضان بشردوست او حاجي صالح محمد صالح او همداراز په پارلماني چارو کې د دولت د وزیر ویندوی نعمت الله بشروال د ولسي جرګې له لوري د یوولس وزیرانو د استیضاح کولو په باب نظر څرګند کړي.
په دې بحث کې چې د ۴ بجو له خبرونو وروسته تر ۵ بجو دوام کوي په دې هم خبرې کوو چې ولي وزارتونه بودجه نه شي مصرفولی. د وزارتونو ستونزې څه دي؟