"د ننګرهار په بټي کوټ ولسوالۍ کې تر پنځوس تنو وسله وال نیول شوي"

د ننګرهار ولایتي اداره وايي، چې په بټي کوټ ولسوالۍ کې د عقاب ۷ په نامه چاڼيزو عملیاتو کې، چې د افغان ګډو ځواکونو له خوا پرمخ وړل کیږي، تر دې دمه په لسګونو د دولت وسله وال مخالفین او یو شمېر وسلې او مهات نیول شوي دي.

د والي ویاند احمدضیا عبدالزی وايي،چې دغه عملیات يوازې دافغان ځواکونو له خوا پرمخ وړل کيږي، چې ملي اردو، ملي پوليس، سرحدي پوليس، ملي امنيت موظفين، نظم عامې، چټک غبرګون او د ملي دفاع وزارت د ساحوي کشف قطعه په کې برخه لري.

د نوموړي په خبره په دې عملیاتو کې،چې څلور ورځې وړاندې پیل شوي وو،تر اوسه په کې څه باندې پنځوس تنه پيژندل شوي وسله وال او شاوخوا درویشت تنه شکمن کسان نیول شوي.

د نوموړي په خبره دا عملیات لا پای ته نه دي رسیدلي او دوی پلان لري،چې د ننګرهار په یو شمېر نورو هغو سیمو کې هم دا ډول عملیات تر سره کړي، چې هلته د ناامنۍ ویره لیدل کیږي.

خو بلخوا د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد دغه ادعاوې رد کړې او وايي، چې نیول شوي کسان عام وګړي دي.