د روسیې حکومت مخالفین په دوو ښارونو کې د مظاهرو پلان لري

د روسیې اپوزسیون ډلې پلان لري، چې نن په مرکز مسکو او سنت پیټرزبورګ ښار کې مظاهرې وکړي.

اپوزسیون ډلې وایي، دوی به د دې سربیره په ماسکو کې مظاهره وکړي چې ښاروالي دوی ته اجازه نه ده ورکړې.

د روسیې اپوزسیون ډلې ادعا کوي، چې له کله چې ولادیمیر پوتین ولسمشر شوی دی؛ د دوی د فعالیتونو مخه نیول شوې ده او فشار پرې زیات شوی دی.

د اعتراضونو له اعلان سره په یوه وخت روسي چارواکو د اپوزسیون د مخکښ مشر د تورونو دوسیه بیا راسپړلې ده. چارواکو الکسي نافیلني او د هغه ورور تورن کړي دي؛ چې نژدې یو میلیون او اته سوه ډالره یې د سوداګرۍ په ارتباط پـټې کړې دي.