ګروسمن: د سولې لپاره له طالب وسله والو سره خبرې ستونزمنې خو ګټورې دي

د افغانستان او پاکستان لپاره د امريکا ځانګړى استازى مارک ګروسمن وايي؛ چې په افغانستان کې د سولې لپاره له وسله والو طالبانو سره خبرې ستونزمنې خو ډېرې ګټورې دي.

ګروسمن، چې له خپلې يادې دندې يې استعفا کړې، پرون له يوه امريکايي ټلويزيون سره په مرکه کې ويلي دي؛ سره له دې چې جګړه روانه ده، خبرې اترې هم ډېرې مهمې دي.

هغه زياته کړې، له نورو امريکايي ډيپلوماټانو سره يو ځاى يې د افغان حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ د خبرو اترو لپاره لاره هواره کړې ده.

د نوموړي په وينا، تر تېر يو کال مخکې پورې افغانستان، پاکستان او امريکا له وسله والو طالبانو سره د خبرو اترو کوم څرګند مېکانيزم نه درلود.