د ناټو د تړون د پوځي کمیټې مشر جنرال کنوډ بارټیلز ویلي؛ چې ناټو په افغانستان کې د پخواني شوروي اتحاد له تجربو بشپړه ګټه نه ده اخیستې.
د اینټرفاکس خبري اژانس وايي، چې د ناټو دې ډنمارکي جنرال کنوډ بارټیلز پرون (جمعه) په افغانستان کې د ناټو د فعالیتونو د ستونزو په اړه د روسیې د پوځي اکاډمۍ محصلانو ته خبرې وکړي.
خو د ستونزو له یادونې سره سره، جنرال بارټیلز وویل، چې د افغانستان د راتلونکي په اړه هیلمن دی. نوموړی وویل، چې دا افغان امنیتي ځواکونو روزونې او تمویل ته او همدارنګه د افغان حکومت او افغان ولس څخه د نړیوال ملاتړ له کبله د دې هیواد راتلونکې ته خوشبین دی.
جنرال کنوډ بارټیلز له افغانستان څخه روسیې ته د نشه يي موادو د قاچاق په اړه وویل؛ چې دا ستونزه په افغانستان کې له ادري فساد سره تړلې ده، چې د ده په وینا یې د دې هیواد په هرمهمه اداره کې یې ځای موندلی.
نوموړی له روسیې سره د ناټو د تړون د پوځي همکاریو او ګډ تفاهم د پراختیا لپاره په یو دوه ورځني سفر مسکو ته تللی و.