امریکا تایید کړه، چې په کندهار کې په پرونۍ حمله کې وژل شوی عسکر، امریکايي وو

د امریکا د دفاع وزارت نن تایید کړه، چې په کندهار کې په پرونۍ حمله کې وژل شوی عسکر، امریکايي وو.

د امریکا د دفاع د وزارت ویاند وویل، چې پدې حمله کې د دوي دری عسکر زخمیان شوي.

پرون د کندهار هوايي ډګر ته د امریکا د دفاع د وزیر تر رسیدو وروسته ، انتحاري حمله وشوه .

پدې حمله کې پرون دوه تنه افغانان ووژل او لږترلږه شل تنه زخمیان شول.