فراهيان د نشه يي موادو د خرڅلاو مخنيوى غواړي

د ازادي او اورېدونکو په دې پروګرام کې په فراه کې د ناامنيو او نورو ستونزو په اړه د اورېدونکو پيغامونه خپروو، بيا د والي له وياند سره د اورېدونکو ستونزې شريکوو.

د دې تر څنګ پر ګڼو نورو مسايلو هم د اورېدونکو ټليفوني پيغامونه رارسېدلي، چې په همدې پروګرام کې يې اورېدلاى شئ.

دغه پيغامونه، پر اداري فساد، د بيارغونې پر کموالي، ناامنيو او نورو مسايلو په باب دي.

Your browser doesn’t support HTML5

ازادي او اورېدونکي - د مرغومي ١


تاسو په دې شمېرو د دې پروګرام لپاره په اتومات پيغام ثبتوونکي ماشين کې خپل ټلیفوني پیغامونه ثبتولی شئ.

په افغانستان کې د پیغام ثبتوونکي ماشين شمېره ده:

۰۰۹۳۷۰۰۲۷۴۳۶۱

د چک جمهوریت په پلازمېنه پراګ ښار کې د پیغام ثبتوونکي ماشين شمېره ده:

۰۰۴۲۰۲۲۱۱۲۴۱۱۵

خپل شکايتونه د ايميل له لارې هم پروګرام ته رالېږلاى شئ.

د پروګرام د جوړوونکي د برېښناليک (ايميل) ادرس دى:

salihs@rferl.org