مماڼې اپریدۍ په اتڼ کې لومړۍ جایزه وګټله

مماڼه اپریدۍ څوارلس کلنه او د قبایلو اوسیدونکي ده، دې د اسیايي هېوادونو د کلتوري ارزښتونو په یوه سیالۍ، چې کې، چې په تایلند کې جوړه شوې وه د خپلې سیمې استازیتوب کاوه.

په دې سیالۍ کې د لږ تر لږه دوه ویشت هېوادونو استازو ګډون کړی وو.

مماڼۍ نن ازادي راډیو ته وویل، چې (اتڼ) یې د خپلې سیمې د یوه غوره کلتوري ارزښت په توګه په سیالۍ کې ګډونکونکو ته ور وپيژند او لومړۍ جایزه یې وګټله، دا وايي:

"هلته موږ د خپل کلتور استازیتوب کاوه، موږ اتڼ وکړ او خپل [سیمه يیز] لباس مو اغوستی وو. هلته موږ په اسیا کې د بهترین کتلور جایزه وګټله."

خو مماڼه اپریدۍ د قبایلو په څير ټولنې اوسیدونکې ده، چې ښځې تر شدیدو ټولنیزو فشارونو لاندې دي.

په داسې سیمه کې، چې نجونه ان تر ډیره حده د تعلیم په څير له خپل ابتدايي بشري حق څخه محرومیږي، د مماڼۍ لپاره د تایلند سفر او په سیالۍ کې ګډون اسان کار نه وو.

مماڼه افریدۍ د بیلګې په ډول په خپل کور کلي کې د نجونو په وړاندې د موجودو ټولنیزو فشارونو په اړه وايي:

"کله چې زه تلم نو زموږ کلیوالو او خپلوانو مسلې جوړولې او ویل یې، چې ته نجلۍ یې، ته مه ځه."

مماڼه اپریدۍ په خپله سیمه کې د نجونو د استعدادونو د ودې لپاره د ښوونځيو د جوړیدو غوښتنه کوي.

دا وايي، ښوونځي یې د وسله والو کسانو لخوا والوزول شو او دا مجبوره شوه، چې تعلیم پریږدي ځکه د دوي په سیمه کې د نجونو لپاره بل ښوونځی نشته.

د پاکستان په خیبر پښتونخوا او قبایلو کې د نجونو د تعلیم او له لویه سره، د ښځو د ورځینو فعالیتونو په وړاندې پرتې ستونزې نوې خبر نده.

په سیمه کې د ښځو د تعلیم په ارتباط ستونزو، په سوات کې پر ملالې یوسفزۍ د وسله والو طالبانو تر حملې وروسته، د نړیوالو زیات پام خپل کړ.