د اروپایي اتحادیې د مالیې وزیرانو له ۲۰۱۴ کال وروسته په ایرو زون کې پر بانکونو د څارنې په اړه موافقه وکړه.
دغه موافقه چې له څو میاشتو راهیسې پرې خبرې اترې روانې وې نن سهار وختي په بروکسل کې له څه باندې څوارلس ساعته خبرو وروسته حاصله شوه.
د دغې موافقې له مخې د اروپا مرکزي بانک ته واک ورکول کیږي، چې په مستقیم ډول په ایرو سیمه کې لږ تر لږه ۱۵۰ لوی بانکونه وڅاري.
د اروپایي اتحادیې کمیشنر مایکل برنیر( Michel Barnier) وویل، دغه موافقه د بانکونو د اتحاد لپاره یولومړنی لوی ګام دی.
دغه معامله به د اروپایي اتحادیې مشران چې نن د ورځې په وروستیو کې د دوه ورځنیو خپرولپاره په بروکسل کې راغونډیږی تاییدوي. له هغې وروسته د اروپا پارلمان هم باید دغه موافقه منظورکړي.
څیړونکي وایي، دغه موافقه ښیي چې له جرمني نه نیولې تریونان پورې د ایروزون اولس غړي کولای شي د دې زون د ستونزود هواري لپاره یوموټی شي.