"د راتلونکي تعلیمي کال لپاره د کانکور ازموینه په منظم ډول روانه ده"

د لوړو زده کړو وزارت وایي، د هېواد د پوهنتونونو د راتلونکي تعلیمي کال لپاره د کانکور ازموینه په منظم ډول روانه ده.

دا ازموینه د روان کال د لړم په میاشت کې پیل شوې او د کب میاشتې په نیمایي کې به په ټولو ولایتونو کې پای ته ورسیږي.

د دې وزارت چارواکي د چهارشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل، په نوي تعلیمي کال کې به شاوخوا اتیا زره محصلان وکړای شي، لوړو زده کړو ته لار ومومي.

ځیني راپورونه وایي، د امتحان په یو شمېر حوزو کی بې نظمی هم لیدل شوې ده.

تفصیل د خان محمد سیند په راپور کې اورو:

Your browser doesn’t support HTML5

د راتلونکي تعلیمي کال لپاره د کانکور ازموینه په منظم ډول روانه ده