د ملګرو ملتو امنیت شورا شمالي کوریا وغندله

د ملګرو ملتو امنیت شورا پرون څو ساعته وروسته تر دې شمالي کوریا وغندله چې دغه هیواد له بندیزونو سرغړونه وکړه او توغندی یې وازمویه.

پیونګ یانګ وایي چې دوی مدار ته سپوږمکۍ استولې ده. تر غونډې وروسته د مراکش سفیر محمد لولیشکي چې د امنیت شورا مهالنی مشر دی، خبریالانو ته وویل، امنیت شورا د شمالي کوریا ازموینه غندي او دا له خپلو پریکړو ښکاره سرغړونه بولي.

لولیشکي زیاته کړه چې امنیت شورا به خپلو سلامشورو ته دوام ورکړي، څو شمالي کوریا ته مناسب ځواب ورکړي.

د ملګرو ملتو سرمنشي بان کي مون پرون د شمالي کوریا د توغندي تر ازموینې وروسته په یوه بیان کې دا د ملګرو ملتو له بندیزونو ښکاره سرغړونه وبلله.