تمه ده، چې د امریکا دفاع وزیر لیون پنیتا له حامد کرزي سره خبرې وکړي

تمه ده، چې د امریکا دفاع وزیر لیون پنیتا په کابل کې له ولسمشر حامد کرزي سره خبرې وکړي.

پنیتا پرون د افغانستان دوه ورځنی سفر پیل کړ، څو له افغان چارواکو او په افغانستان کې له امریکایي پوځي چارواکو سره په افغانستان کې تر دوه زره څوارلسم کال وروسته د پاتیدونکو امریکایي پوځیانو د شمیر په اړه وغږیږي.

په افغانستان کې اوس اته شپیته زره امریکایي پوځیان شته خو تمه ده چې ورو ورو د راتلونکو دوو کلونو په ترڅ کې دا شمیر لږ شي او افغان او امریکایي چارواکي تر دوه زره څوارلسم کال وروسته د پاتیدونکو پوځیانو پر شمیر سلا وکړي.