په سرپل کې پنځه زره کورنیو ته د څښاک پاکې اوبه چمتو شوې

په سرپل ولایت کې د مرستندویه موسسو په مرسته پنځه زره کورنیو ته د څښاک پاکې اوبه چمتو شوې.

د سرپل د پرمختیا او رغاونې د ریاست مسوول احمد جاوید د سرپل په امام خورد سیمه کې د جوړو شویو څاګانو له ډلې څخه د یوه څاه د پرانیستو پر مهال پرون وویل:

(دغه څاګان د سرپل په پنځو ولسوالیو او مرکز کې په هغو سیمو کې کینایستل شوې دي، چې روان کال هلته سیلونو د څښاک د اوبو زیرمې ویجاړې کړې وې.)