د ننګرهار امنیتي چارواکي وایي، چې د دې ولایت په بټي کوټ ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو په تصفیوي عملیاتو کې اته تنه پيژندل شوي طالبان او ګڼ شمېر نور مشکوک کسان نیول شوي دي.
په ختیځ کې د سرحدي پولیسو ویاند ادریس مومند ازادي راډیو ته وویل، په نیول شویو کې پاکستانی طالبان هم شامل دي
امنیتي چارواکو دغه راز وویل، په دغو عملیاتو کې چې د افغان ملي اردو، سرحدي پولیسو او ملي پولیسو له خوا په ګډه ترسره شوي د دې ولسوالۍ شپږ کلي له وسله والو تصفیه شوي دي.
خو طالبانو په دغو عملیاتو کې د خپلو څو تنو پیژندل شویو ملګرو د نیولو خبره رد کړې ده.