حکومت او څیړونکي: د سولې خبرې په افغانستان کې ډیرې ګټورې دي

افغان حکومت او سیاسي څیړونکي له وسله والو طالبانو سره د سولې خبرې اترې د افغانستان په داخل کې اسانې او ګټورې بولي.

افغان حکومتي چارواکو په وار وار ویلي، چې د سولې خبرې اترې د افغانانو ترمنځ دي او باید چې د دې هېواد په دننه کې ترسره شي.

د ولسمشر کرزي یوه ویاند سیامک هیروي ازادي راډیو ته وویل، چې افغان حکومت د سولې د پروسې په برخه کې د سیمه يیزو او نړېوالو هڅو هرکلی کړی، خو د ده په خبره که د سولې خبرې اترې په افغانستان کې ترسره شي نتیجه به یې ښه وي:

"په دې اړه د افغان حکومت دریځ روښانه دی، له ډیرې مودې راهیسې افغانستان وایي، چې د دې هېواد مساله د افغانانو ترمنځ ده او باید چې خبرې آترې هم د دې هیواد په خاوره کې ترسره شي.

خو دا چې نړېواله ټولنه او د سیمې ځینې هېوادونه هڅه کوي چې خبرو اترو او غونډو لپاره په دریم ځای کې طالبانو ته ادرس رامنځ ته کړي افغانستان مخکې په قطرکې هغوی ته دفتر منلی وو.

اوس هم زه ګمان کوم چې په ترکیه کې به په دې اړه خبرې آترې وشي".


د افغان حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو آترو مساله په رسنیو کې وروسته ترهغې یو ځل بیا توده شوه چې څه موده وړاندې پاکستان د افغانستان د سولې د عالي شورا له غوښتنې سره سم یوشمیر طالب بندیان آزاد کړل.

سره له دې چې لا تراوسه د طالبانو مهم مشر ملا عبدالغني برادر د پاکستان لخوا نه دی خوشی شوی او وسله والو طالبانو هم په څرګنده له افغان حکومت سره د سولې خبرو آترو ته تیاری نه دی ښودلی خو د سیاسي چارو څیړونکي وایی چې په دې برخه کې یوڅه لیوالتیا شته.

افغان سیاسي کتونکی وحید مژده وایی چې د سولې د خبرو آترو لپاره طالبانو ته د آدرس رامنځ ته کول اړین کار دی.

ده ټینګار وکړکه چیرې د افغانستان په داخل کې یوه سیمه د افغان حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو آترو لپاره ځانګړې شی نو د ده په خبره نتیجه به یې ډیره مثبته وي:

" که د افغانستان په داخل کې دا خبرې آترې وشي دا به ډیره اغیزمنې وي خو یو داسې ځای چې ټولې خواوې وکولای شي هلته راشي، وسله وال کسان هلته نه وي او امنیت یې هم د یوه بې پرې ارګان لخوا ونیول شي.

داسې یو ځای چې ټول په ډاډه زړه ورشي او ټولو ته د منلو وړ وي،یعنی د افغانستان یو ولایت،د ملګرو ملتونو سازمان او یاهم د اسلامي هیوادونو د سازمان کنفرانس".


تردې پخوا د طالبانو لپاره په قطرکې د دفتر د پرانستلو په اړه ډیرې خبرې کیدې،د سیاسي چارو څیړونکی وحید مژده وایی که چیرې له وسله والو طالبانو سره له افغانستان نه بهر د سولې خبرې آترې کیږي نو د ده په خبره ترټولو ښه آدرس قطر دی.

په عین حال کې د افغان حکومت سیاسي اپوزیسیون وایی چې د افغانستان د روانې کشالې د حل لپاره د افغانانو جوړ جاړي ته اړتیا شته.

د احمد ضیا مسعود په مشرۍ د ملي جبهې غړي فیض الله ذکي په احتیاط سره آزادي راډیو ته وویل چې له وسله والو طالبانو سره د خبرو آترو لپاره هغوی ته د یوه دفتر له جوړولو سره دوی مخالف نه دي:

"د افغانستان ملي جبهه په دې باور ده چې دا غوټه باید د افغانانو لخوا خلاصه شي.

په افغانستان کې ښکیلې خواوې باید د موجودې سیاسي او تاریخې ستونزې په اړه یوې نتیجې ته ورسیږي.

لاتراوسه دا ډاډ نشته چې وسله وال مخالفان د هیواد په داخل کې خبرو آترو ته راشي نو ملي جبهه له یوه داسې دفتر سره چې د اړیکو او خبرو آترو لپاره زمینه برابره کړي مخالفه نه ده ".


افغان حکومتي چارواکي وایی چې د ترکیې په پایتخت انقره کې د افغانستان،پاکستان او ترکیې په روانه درې اړخیزه غونډه کې به هم په افغانستان کې د سولې د پروسې په اړه پراخې خبرې وشي.

سره له دې چې ویل کیږي ښایی دا خبرې آترې ترډیره د افغانستان د ملي امنیت پر عمومي رییس اسدالله خالد د شوې ځان وژونکې حملې په اړه د خبرو آترو ترسیوري لاندې راشي خو بیاهم ورته ډیره خوشبیني موجوده ده.

بل لورته ټاکل شوې چې په نږدې راتلونکې کې په فرانسې کې هم د افغانستان د سولې پرمسالې بحثونه وشي،په دې خبرو آترو کې یوشمیر افغان چارواکي، ځینې طالب مشران او د افغان حکومت د سیاسي اپوزیسیون ځینې استازي ګډون کوي.