امریکا پریکړه کړې، چې د سوريي د حکومت اپوزوسیون په رسمیت وپیژني

د امریکا ولسمشر وايي، هېواد يې پریکړه کړې ده چې د سوريي د حکومت اپوزوسیون د دې هېواد د خلکو د قانوني استازي په توګه په رسمیت وپیژني.

د واشنګټن دا ګام د بشار الاسد پر رژیم باندې د متحده ایالاتو د زیات او پام وړ فشار څرګندویه دی.

له اې بي سي تلویزون سره په مرکه کې باراک اوباما ویلي د سورېې د حکومت مخالفه شورا په کافي اندازه پراخ بنسټه ده او باید چې نړیواله ټولنه ورته مشروعیت ورکړي.

نوموړي هیله څرګنده کړه چې د سورېې اپوزسیون به مسولانه عمل وکړي او د ښځو او اقلیتونو حقوقو ته به درناوی وکړي.

بل لورته ټاکل شوې ده چې نن په مراکش کې د سورېې په اړه یوه غونډه جوړه شي چې په کې به امریکا او او متحدان يې د سورېې د حکومت له مخالفانو سره د مرستو د پر اخولو په لارو چارو خبرې وکړي.