په لغمان کې د پولیسو له روزنیز مرکزه څه باندې ۲۰۰ سیمه يیز پولیس فارغ شول

په لغمان کې د پولیسو له روزنیز مرکز څخه څه باندې دوه سوه سیمه يیز پولیس فارغ شول.

د لغمان د والي ویاند سرحدي ځواک ازادۍ راډیو ته ویلي، چې تیره ورځ په لغمان کې د پولیسو له روزنیز مرکز څخه په دوهمه دوره کې ۲۳۰ تنه سیمه ییز پولیس د دوو اونیو نظري او عملي زده کړو د ترلاسه کولو وروسته فارغ شول.

د نوموړي په خبره دغه سیمه يیز پولیس به د دندې د ترسره کیدو په موخه د لغمان مرکز سربیره الینګار، الیشنګ او بادپښ ولسوالیو ته ورکړل شي.

د یادونې وړ ده، چې د کورنیو چارو وزارت لغمان ولایت لپاره ټول ۵۵۰ سیمه يیز پولیس منظور کړي.