امريکا د سوريې النصره جبهه يوه بهرنۍ تروريستي ډله ونوموله

د امريکا متحدو ايالتونو د سوريې النصره جبهه يوه بهرنۍ تروريستي ډله ونوموله.

امريکا ويلي چې د سوريې النصره جبهه په عراق کې د القاعده شبکې يو مستعار نوم دي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت په يوه خبرپاڼه کې له دې ډلې سره هر راز معامله منع اعلان کړې او د هغې ټولې شتمنۍ يې کنګل کړي دي.

په خبرپاڼه کې همداراز راغلي، چې د تېر کال د نومبر له مياشتې راهيسي، النصره ډلې د سوريې په مختلفو سيمو کې د کابو شپږ سوه حملو مسووليت په غاړه اخيستي دي.