رافايل کوريې له خپل نژدې متحد هوګو چاويز سره د کيوبا په مرکز هاوانا کې وليدل

رافايل کوريې پرون له خپل نژدې متحد هوګو چاويز سره د کيوبا په مرکز هاوانا کې وليدل.

کوريې ويلي، چې د چاويز جراحي عمليات به ډېر حساس وي.

چاويز د دوشنبې په ورځ د جراحۍ لپاره کيوبا ته لاړ.

ده د شنبې په ورځ په يوه تلويزيوني وينا کې خپل مرستيال نيکولاس مادو رو ته د چارو واګې وسپارلې.

د راپورونو له مخې چاويز په سرطان ناروغي اخته دی او له تېر کال راهيسي يې څو ځلي په کيوبا کې جراحي عمليات کړي دي.