د امریکا د متحده ایالاتو دفاع وزارت په یوه نوي راپور کې ویلي؛ د افغانستان د ګڼ میشتو سېمو په شخړو کې یو څه کموالی راغلی دی.
راپور وایي، پاکستان لا هم امنیتي ستونزه ده او دا ځکه چې اسلامي بنسټ پالې په دې هېواد کې له خپلو امن ځایونو څخه حملې کوي.
د امریکا د دفاع وزارت راپور وایي، د افغانستان په یوشمېر سترو ښارونو کې امنیت ښه شوی او د روان ۲۰۱۲ م کال په لومړیو نهو میاشتو کې د وسله والو حملې په سلو کې درې کمې شوي دي.
راپور وایي، په عین حال کې په افغانستان کې د ملکیانو مرګ ژوبله په سلو کې ۱۸ زیاته شوې او د روان کال په نهو میاشتو کې ۲۷۰۰ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د امریکا د دفاع وزارت راپور کې دا هم ویل شوي؛ په پاکستان کې د وسله والو امن ځایونه او په افغانستان کې د سترې کچې اداري فساد؛ د افغانستان د اوږدې مودې ثبات او امنیت لپاره ستر خطرونه دي.