د پاکستان د خيبر پښتونخوا په پېښور ښار کې د افغانستان او پاکستان د ازادو خبريالانو ترمنځ (د امن لپاره تړون) په نوم درې ورځنی کنفرانس پيل شو.
دغه کنفرانس، چې تېر ماښام ناوخته پيل شو، په کې د دواړو هېوادونو ګڼو خبريالانو ګډون کړى دى.
د کنفرانس سمبالوونکي او په پېښور کې د ازادو خبريالانو د ټولنې مشر شوکت خټک وويل؛ چې دغه کنفرانس د هغو خبريالانو د نمانځنې په هدف دى؛ چې په دواړو هېوادونو کې يې د امن لپاره قربانۍ ورکړي او وژل شوي دي.
خټک وويل، په دغه کنفرانس کې به پر دې هم خبرې وشي؛ چې د سولې او امن لپاره د دواړو هېوادونو تر منځ کومې هلې ځلې روانې دي او په دې کې خبريالان څنګه رول لرلاى شي.