د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې د افغان او طالب وسله والو ترمنځ نښته شوې

په کندهار، کونړ او نورستان ولایتونو کې د افغان او وسله والو مخالفینو ترمنځ د نښتو رپورټونه ورکړل شوي، چې پکې دواړو خواو ته مرګ ژوبله هم اوښتې.

په کندهار کې د والي ویاند جاوید فیصل نن ازادۍ راډیو ته وویل؛ چې د افغان او بهرنیو ځواکونو په عملیاتو کې په غورک ولسوالۍ کې ۹ وسله وال وژل شوې دي.

د نورستان امنيه قوماندان غلام الله نورستاني ازادۍ راډیو ته وویل؛ چې پرون ناوخته د برګمټال ولسوالۍ پر ودانۍ وسله والو مخالفینو حمله کړې، چې په کې د دوی یو سرتیرې وژل شوې او درې نور ټپیان دي.

نوموړي زياته کړه، چې په دې نښته کې ګڼو وسله والو ته هم مرګ ژوبله اوښتي؛ خو وسله وال طالبان بیا وایي، چې د سرحدي ځواکونو یوه پوسته یې نیولې او درې سرتیري یې وژلې دي.

له بلې خوا په کونړ کې د تروریزم خلاف د مبارزي امر ازادۍ راډیو ته ویلي دي؛ چې نن سهار په مرکز اسد اباد کې په یوه چاودنه کې د دوی یو کارکوونکې وژل شوی دی.