د عفوې نړیوال سازمان اېمنسټي انټرنېشنل د لغمان ولایت د ښځو د چارو د سرپرستې رییسې ناجیې صدیقي وژنه وغندله.
په متحدوایالاتو کې د عفوې د نړیوال سازمان اجراییه مشرې سوزان نوسېل په یوه لیکلي بیان کې ویلي دي؛ چې د ناجیې صدیقي وژنه په افغانستان کې د ښځو پرضد د تشدد او ترور د لړۍ یوه برخه ده.
په بیان کې د افغانستان پر امنیتي ځواکونو تور لګول شوی؛ چې بیاهم د بشري حقونو د ښځینه مدافعانو په ساتنه کې پاتې راغلي دي.
بیان د امریکا له کانګرس څخه هم غوښتي دي؛ څو د افغان مېرمنو او نجونو د مصوونیت په نوم داسې لایحه تصویب کړي؛ چې له مخې یې افغان چارواکي باید ښځو ته د ګواښونو په خاطر ځواب ورکړي.
د لغمان د ښځو د چارو سرپرستې رییسې ناجیې صدیقي وروسته له هغه پر دې دنده کار پیل کړ؛ چې د دې ولایت د ښځو د چارو مخکینۍ مشره په تېره جولای میاشت کې ووژل شوه.
چارواکي وسله وال طالبان د مېرمن صدیقي د وژنې مسوول ګڼي.