د مصر قاضیان د نوي اساسي قانون پر مسودې ټول پوښتنه څاري

په مصر کې قاضیانو پرون موافقه وکړه؛ چې د دې هېواد د نوي اساسي قانون پر مسوده به د ټول پوښتنې وڅاري.

خو دوی د ولسمشر محمد مرسي پر پلویانو غږ کړی؛ چې د سترې محکمې مخته خپل روان تحسن پای ته ورسوي.

له دې وړاندې د یکشنبې په ورځ د مصر ولسمشر د دې هیواد له پوځ وغوښتل؛ چې د روانې ډسمبر میاشت په ۱۵ نیټه د اساسي قانون پر مسودې له ټول پوښتنې دمخه د دولتي تاسیساتو ساتنه وکړي.

د ولسمشر د دې فرمان له مخې پوځ کولی شي؛ ملکي وګړي، ونیسي او د نظم او قانون د ساتلو په برخه کې له پولیسو سره همکاري وکړي.

د مصر ولسمشر تیره اونۍ خپل هغه فرمان لغوه کړ؛ چې له مخې نوموړي ځان ته بشپړ صلاحیتونو چې قضايي ځواک هم نشو چیلنج کولی؛ ورکړي وو.

خو محمد مرسي د روانې اونۍ په سر کې وویل؛ چې د اساسي قانون په مسوده به ټول پوښتنه په ټاکل شوې نیټې ترسره کیږي.