روسیې په اذربایجان کې د یوې پوځي اډې موده تمدید نه کړه

د اذربایجان د بهرنیو چارو وزیر پرون وویل؛ له روسیې سره د پرمختللي رادار سیسټم د کارولو په اړه د شوې موافقې موده پای ته رسیدلی او مسکو يې د تمدید لپاره لیواله نه دی.

په اذربایجان کې د روسېې د "ګبالا" رادار سیسټم چې په دغه هیواد کې د روسيې وروستی پوځي اډه بلل کېده، د کارولو لپاره ټاکل شوې نیټه د یکشنبې په ورځ پای ته ورسیده.

د دغه رادار سیسټم لپاره په جوړه شوې پوځي اډه کې زر روسيې او پینځه سوه اذري سرتیري ځای پر ځای دي.

د روسيې د ګبالا رادار سیسټم ۶ زره کیلو مترو واټن پورې د کشف توان لري.

روسیې او اذربایجان له ۲۰۱۱ کال راهیسې د شوې موافقې د اوږدولو په اړه خبرې کولې؛ خو د روسيې د رسنیو په وینا مسکو په دې خاطر چې اذربایجان ترې د تیر په مقایسه د زیاتې کرایې غوښتنه وکړه، دا موافقه تمدید نه کړه.

روسيې په کلني ډول اذربایجان ته د خپلې پوځي اډې په بدل کې ۷ میلیونه ډالر ورکول؛ خو اذربایجان د دې معاملې د تمدید لپاره په کلنې ډول د ۱۵۰ میلیونه ډالره کرایې شرط کېښود.