شمالي کوریا د د لانجمن توغندي د توغولو موده یوه اونۍ نوره هم تمدید کړه

شمالي کوریا د اوږده واټن د لانجمن توغندي د توغولو موده یوه اونۍ نوره هم تمدید کړې ده.

د کوریا د فضايي ټیکنالوژۍ کمیټې دولتي رسنیو ته د دوشنبې په ورځ وویل، د توغندي د توغولو په دستګا کې د لومړني کتنرول پر مهال د تخنیکي ستونزو له کبله یې د توغندي د توغولو موده د ډیسمبر تر ۲۹ مې نیټې پورې غزولې ده.

د شمالي کوریا فضايي ادارې د شنبې په ورځ ویلي و، چې د اوږده واټن د دې توغندي په ویشتلو کې پر ځنډ غور کوي.

مخکې له دې پینګ یانګ ویلي و چې دوی به دا توغندی د ډیسمبرله لسمې تر دوه ويشتمې نیټې پورې موده کې وتوغوي .

شمالي کوریا همدا راز وايي، دا توغندی به فضا ته یو سټلایټ ولیږدوي .

د امریکا متحدو ایالتونه ، جنوبي کوریا ، جاپان ، او نور هیوادونه شک لري چې ددې توغندي ویشتل به د لویو وچو تر منځ د داسې یو توغندي لپاره ازموینه وي چې اتومي سرګلوله ولیږدولی شي .

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا هم د دې توغندي د توغولو پلان غندلی دی .