فضل احمد معنوي: د انتخاباتو د رایي ورکونکو د نومونو ثبتول به راتلونکی کال پيل شي

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسیون وایې، چې د انتخاباتو د رایي ورکونکو د نومونو ثبتول به د راتلونکي کال په لومړیو کې پيل شي.

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسیون وایې، چې د انتخاباتو د رایي ورکونکو د نومونو ثبتول به د راتلونکي کال په لومړیو کې پيل شي.

د دې کمیسیون ریس فضل احمد معنوي وایې چې دا بهیر به څلور میاشتي وخت ونیسي:

( د انتخاباتو کمیسیون په پام کې لري چې 450 مرکزونه او د رای ورکولو ۱۰۸۶ سیمې په ټول هیواد کې جوړ ې کړي.)

د ښاغلي معنوي په وینا دوی د دولس میلیونه رای ورکونکو د نومونو د ثبتولو لپاره چمتوالی لري.

د افغانستان د جمهوري ریاست انتخابات د ۱۳۹۳ کال د حمل په شپاړلسمه کیږي.