بریتانیا د افغان ولسمشر د پریکړې هرکلۍ وکړ

بریتانیا د افغان ولسمشر د هغې پریکړې هرکلی وکړ، چې د دېني عالمانو او په ټولنه کې د نورو نفوذ لرونکو مشرانو یې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د ختمولو لپاره د تبلیغ غوښتنه کړې.

په کابل کې د بریتانیا سفیر ریچارډ استگ د بشر د حقوقو د نړېوالې ورځې په مناسبت په یوې مطبوعاتي اعلامیې کې ویلي، چې هېواد به یې د ښځو د حقونو او نورو بشري حقونو د خوندیتوب لپاره د افغانانو ملاتړ ته دوام ورکړي.

نن په نړۍ کې د بشري حقونو نړېواله ورځ لمانځل کیږي.